Nikzad Search

Wednesday, January 5, 2011

کرزی: اساسي قانون ځينې نیمګړتیاوې لري

KHOST NEWS







ولسمشر حامدکرزي ويلي په اوسني اساسي قانون کې يو لړ داسې ستونزې شته چې بايد د اړتيا پر مهال د لويې جرګې له لوري هوارې شي.



ولسمشر کرزي چې د اساسي قانون د تصويب د اوومې کليزې په وياړ غونډې ته وينا کوله وويل اساسي قانون له افغانانو څخه ژمنتيا غواړي او له بهرنيانو څخه غواړي چې د قانون د پلي کولو په برخه کې لاسوهنه و نه کړي .

نوموړي زياته کړه د اساسي قانون ځينو ټکو په تېر کې يو لړ ستونزې راټوکولې دي خو له دې سره سره هغه دا يو ښه قانون وباله.
ښاغلي کرزي وويل ددغه قانون مهم احکام اسلام ته درناوی او پر ولسواکي باور دی :

 
''د دې اساسي قانون تر ټولو مهم احکام دا دي چې افغانستان اسلامي دی او هېڅ قانون په دې هېواد کې د اسلام د احکامو خلاف نه شي کېدای. دا د ولسواکۍ نظام دی او ټولې هغه ادارې چې د خلکو د استازیتوب لپاره کار کوي، د خلکو لخوا به ټاکل کېږي.''

 
ښاغلي کرزي وویل چې د افغانستان اساسي قانون د خلکو ملي تړون دي، چې د ټولو خلکو حقونه پکې خوندي شوي دي.

 
ولسمشر کرزي د افغانستان له خلکو او سیاسي څېرو اساسي قانون ته د درناوي غوښتنه وکړه .

نوموړي له بهرنیانو هم وغوښتل چې اساسي قانون پلی او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي

 
''له بهرنیو دوستانو دا هیله لرو چې د زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لاس ورلنډ کړي، بالاخره دوی لاسوهنه کوي.''

د افغانستان اساسي قانون ۱۲ فصلونه او ۱۶۲ مادې لري، په ۱۳۸۲ کې د لویې جرګې تر تصویب وروسته د ولسمشر کرزي لخوا توشیح او د پلی کېدو وړ وګرځېد.

تر هغه مخک ې هم افغانستان اساسي قانون درلود.

په ۱۳۰۴ کال کې هم د افغانستان د نظامنامې په نامه تصویب شوی و.
  
خو ښاغلي کري دا په ډاګه نه کړه چې ګني د کوم هېواد یا بهرني سازمان لخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې

لاسوهنه کېږي.
هغه وویل د افغانستان حکومت د اساسي قانون په پلی کولو کې هڅه کړې، خو دا یې هم ومنله چې د اساسي قانون د ځينو برخو په نه پلی کولو کې ناغيړي شوې ده:

''په تېرو اوو کلونو کې موږ خپلې ټولې چارې په سمه توګه ترسره کړې، البته د اساسي قانون په پلی کولو کې مو ډېرې ستونزې درلودې، ستونزې مو هم درلودې او ناکامۍ هم، زموږ د ناکامیو یوه بېلګه د ولسوالیو په کچه د ټاکنو نه کېدل دي، چې دا د اساسي قانون په ښکاره حکم دی، خو موږ تر دې مهاله ونه توانېدو چې دا پلی کړو.''

د افغانستان ولسمشر دا هم وویل چې د ۱۳۸۲کال په اساسي قانون کې ځینې نیمګړتیاوې شته، چې ارومرو یو وخت بدلون ته اړتیا لري:
''زموږ اساسي قانون ستونزې لري، یو وخت باید افغانان د لویې جرګې په راغوښتلو سره راټول شي او زموږ په اساسي قانون کې بدلون راولي، په دې قانون کې ځینې داسې ځایونه شته چې دا شپږ اووه کاله موږ وچلاوه، خو له ستونزو سره یې مخامخ کړو، خو موږ باید خپل اساسي قانون ته وخت ورکړو چې د خلکو د خدمت سرچینه وګرځي.''
او تر هغه وروسته بیا په ۱۳۱۰ کال کې د افغانستان د دولت اساسي اصولنامه تصویب شوه.
او په ۱۳۴۳ کال کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا د افغانستان اساسي قانون تصویب شو چې په پایله کې د هېواد درې ګونو قوو ته واک ورکړل شو.




No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل