Nikzad Search

Wednesday, February 2, 2011

د يووالي او پرمختګ لوی جشن خوست

د يووالي او پرمختګ لوی جشن په ترڅ کې د ۱۲۰۰ فاميليو پرانيسته وشوه

د يووالي او پرمختګ لوی جشن په ترڅ کې د ۱۲۰۰ فاميليو پرانيسته وشوهد عامې روغتیا سرپرستې وزیرې له خوست څخه لیدنه وکړهد عامې روغتیا سرپرستې وزیرې له خوست څخه لیدنه وکړهګڼو قومي مشرانو خوست والي عبدالجبار نعيمي سره وليدلخوست ولايت کې د امنيتي اورګانونو لخوا ګډه امنيتي غونډه وشوهخوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي نن ورځ د هيواد کرکيټ ملي اتلان په ځانګړو ډاليو ونازول د ځدراڼو قومي مشرانو نن د خوست والي عبدالجبار نعيمي سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړلخوست والي نن د ښار پرمختيايي پلان او اړونده ستونزو په اړه د ځينو رئيسانو او انجينرانو سره وليدلخوست والي د سپيرې ولسوالۍ د مير څپر کمپ څخه ليدنه وکړه دنادرشاکوټ ولسوالۍ قومي شورا زمونږخلک به په بدوکې نجونې نه ورکوي پوليسو پريوماين ښخوونکی سربيره څلورتنه غله نيولي ديد خوست د ځاځي میدان ولسوالي د سولې په نوم ونومول شوه د خوست قومونو ددغه ولايت والي ته د سرو زرو مډال ورکړد خوست د ځاځي میدان ولسوالي د سولې په نوم ونومول شوه ملي اردو ځواکونو په بېلابېلو سيموکې څلورکړۍ دوسايطوضد ريموټ کنټرول ماينونه کشف اوناکاره کړل.د ښاروالۍ د مامورینو ظرفیت لوړولو او په ښار کې دښو ښاري خدماتو د سرته رسولو په منظور غونډه وشوهپه خوست کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ۶۳ مه کالیزه ولمانځل شوهبیا هم د۹۹ کوډ څخه په د ۱۵ شهیدانو او ۱۰ ټپیانو پر وارثینو نغدي پیسې ووېشل شوېد ولايتي شورا وکيلانو د خوست والي سره په خپله مياشتينی نوبتي غونډه .په خوست کې د مور او ماشوم د پالنې لپاره د جوړې شوي ودانۍ پرانېسته وشوه .د کرکټ لوبې د ګټلو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وايو. د خوست وﻻيت د قومونو تر منځ د شخړو د هواري او د آباديو د چارو په هکله خبرونه د خوست د تيريزيو مشران : ياغيان له نورو سيمو راځي او عمليات کوي نعيمي : دولتي څوکۍ د پيسو ګټلو لپاره نه،بلکې دخدمت لپاره دهپه خوست کې په لسګونو ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوهله خوست څخه څو نوي خبرونهعبدالجبار نعیمی والی خوست به ولسوالی زازی میدان این ولایت سفر کرده ومشکلات مردم را بررسی نمودخوست والي عبدالجبار نعيمي د قومي مشرانو سره غونډه درلوده تسلیم 74میل سلاح به پروسه دایاک در خوست مخالفت والی خوست با خروج نیروهای خارجی از افغانستانعبدالجبار نعيمي د خوست پوهنتون د ستونزو د حل ژمنه وکړه


د پرانيستي په دغه مراسمو کې، چې د خوست ولايت په نوې جوړيدونکي ملی لوبغالي کې جوړ شوي وو، د دغه ولايت والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي لخوا د پټۍ په پرېکولو پيل شول، په زرګونو خوست مېشتو، نظامي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو او د لوبو مينه والو برخه اخستي وه.

د ملي سرود اورولو وروسته، خوست والي عبدالجبار نعيمي پرانستوونکي خبرې وکړې او په دې يې خوښي څرګنده چې د سوکالۍ جشن په ترڅ کې هغه پروژه افتتاح کوي، چې شپږ کاله پخوا توضيع شوي وه، خو د يو لړ ستونزو له امله تراوسه ناحله پاتي وه، هغه په دې اړه وويل: (( د خوښۍ ځای دی، چې نن د جمهور رئيس فرمان او قانون پلی کيږي، نور به هغه ۱۲۰۰ مستحقين کاغذ په لاس نه ګرځي، چې شپږ کاله لالهانده، کاغذ په لاس د دولت هره اداره و ټکوله او مثبت ځواب يې ترلاسه نه کړ، خو اوس خوشبختانه هغه وخت را رسيدلی دی، چې دوی ته د خپلو حقونو اسناد په واک کې ورکول کيږي.))

خوست والي د کورونو خاوندانو ته مبارکي وويله او همدا راز يې د کورونو خاوندانو څخه وغوښتل چې نوی اباديدونکي کورونه د پلان او نقشې مطابق جوړ کړي او د دې ترڅنګ د کور هر مالک درې درې دانې د ونو نيالګي هم د خپلو کورونو مخکې کېنوي.

ښاغلي عبدالجبار نعيمي د وينا په ترڅ کې د خپلو هغو تيرو لاسته راوړنو څخه يادونه وکړه، چې د اداري فساد، د ځمکو غصب، قومي شخړو او بيارغونې په اړه يې ترلاسه کړي دي، هغه په دې اړه وويل: ((قسم يادوم چې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې د هيچا څخه نه ويريرم، تر اوسه موږ ۱۲ تنه لوړپوړي چارواکې د اداري فساد په تور نيولي او په زندان کې شپې او ورځې تيروي. د نېکه مرغه اوس ډيرۍ قومي شخړې حل شوي دي، زموږ ځوانان اوس د مورچې پرځای، مکتب ته ځي او د توپک پرځای يې قلم را اخستی دی.)) نعيمي اداري فساد او قومي شخړې هغه لوی او ناوړه بحران وباله چې قومونه د تباهۍ کندې ته غورځوي او په سيمه کې د بيارغونې او پرمختګ مخه نيسي. هغه په دې اړه وويل: (( د غصب له امله موږ پرمختګ نه شوکولای، ټولګټې پروژې نه شو عملي کولای، موږ کلک هوډ کړی چې د دغه ناوړه بحران او پديدې سره به ترهغه مبارزه کوو، چې په بشپړ ډول مو له منځه نه وي وړی.))

د دغو ۱۲۰۰ کورونو ماليو له امله د ښاروالۍ په عايداتو کې د پام وړ زياتوالی راغلي او د والي په وينا په دغو پيسو باندې به اړونده کورونو ته ډير زر د ټولګټې پروژې لکه مکتبونه، سړکونه، کلينيک جوړ شي.

عبدالجبار نعيمي د سولې هغه پروګرام څخه هم يادونه وکړه، چې د جمهور ريس ښاغلي حامد کرزي په هدايات يې په خوست کې شروع کړی، ترڅو هغه مرور وروڼه چې د دولت په مخالفت کې ولاړ دي، را پخلا او د وروۍ او سولې ژوند ته راوګرځي. هغه په دې اړه وويل: (( د قومي مشرانو، ديني پوهانو، مدني ټولنو او اړونده نورو کسانو سره له سلا او مشورې وروسته د سولې کميسون جوړ شوی، دغه کميسون د مرکز او ولسواليو په کچه کار کړی، ترڅو زموږ مرور وروڼه را پخلا او د جنګ پرځای د جرګې لار ونيسي.))

خوست والي همدا راز د امنيتي اورګانونو څخه مننه وکړه، چې د غاصبينو پر ضد مبارزه کې يې هر ډول همکاري کړي ده.

د ولايتي شورا غړي مراد خان د قومونو ترمنځ په اتحاد او ملي يووالي باندې ټينګار وکړ او د خوست والي څخه يې مننه وکړه چې خپلې ټولې ژمنې يې عملي کړي او لا هم عملي کيږي.

خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحقزي له ولسونو څخه وغوښتل چې د پوليسو سره خپله همکاري لا پراخه کړي او پوليس تشويق کړي. اسحقزي له قومونو او ولسونو څخه په دې هم مننه وکړه چې دوی هر ډول رپور پر وخت امنيتي اورګانونو ته رسولي دی.

ورپسې قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو خبرې وکړې او په دې يې خوښي څرګنده چې له اوږده ځنډ وروسته ورته دغه ۱۲۰۰ فاميلۍ توضيع شوې او د ځمکو غاصبينو،اداري فساد په ضد روانه مبارزه ډيره ښه ورانه ده.

د ځمکو متسحقينو په استازيتوب حاجي منډاير خبرې وکړې او دغه ورځ يې د افغانستان په تاريخ کې ځانګړي او بختوره ورځ وبلله، نوموړي ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چې دغه ډول والي يې د خوست د پاره غوره کړی. منډاير ژمنه وکړه چې دوی به خپل کورونه د نقشې او پلان مطابق جوړوي او په پای کې خوست والي عبدالجبار نعيمي ته د افغاني دود له مخې لنګي هم ور په سر کړه.

د غونډې په پای کې خوستيو لوبغاړو خپل سپورتي هنرونه وښودل، ځوانانو ملي اتڼونه وکړل چې د ګډونوالو لخوا په نقدي مکافاتو ونازول شول.

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل