Nikzad Search

Tuesday, January 18, 2011

..نن له ایران سره د افغان سوداګرو د پرېکون وروستۍ ورځ ده




KHOST NEWS


د افغان سوداګرو له لوري ايران ته ورکړل شوی مهال وېش نن پای ته رسېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې وايي دغې پرېکړې ته له دې امله اړ شول چې ايران نړيوالو سوداګريزو تړونونو ته ژمن نه دی 
د افغانستان او ايران تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې ناندرۍ او جنجال نژدې دوه مياشتې مخکې هغه مهال راپور ته شو چې ا يران پخپله خاوره کې د افغان سوداګرو هغه سلګونه تيلي ټانکرونه ايسار کړل چې له عراق او ترکمنستان څخه يې تېل راوړل.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې يو مهال وېش ټاکلی و چې که ايران د دوی تيلي ټانکرونه را پرې نږدي د سوداګرۍ خونې به له هغه هېواد سره سوداګريز اړيکي غوڅوي

ټاکل شوی مهاوېش نن (سه شنبه) پای ته رسېږي او د ايران په دريځ کې هم تر دې مهاله پورې هېڅ بدلون نه لېدل کېږي، ځکه افغان سوداګر او حکومت وايي لا هم هغه سلګونه ټانکرونه د ايران په خاوره کې ايسار ولاړ دي چې له عراق او ترکمنستان څخه يې افغانستان ته د افغان سوداګرو تېل رالېږدول
د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستيال خان جان الکوزی وايي افغان سوداګرو پتېيلې چې تر دې وروسته ايراني مالونه افغانستان ته را نه وړي:

''زموږ سوداګر وايي چې په ایران کې زموږ پیسې خوندي نه دي، ایران په خپلې دې پرېکړې سره نړیوال قراردادونه تر پښو لاندې کړل، که ایران د افغان سوداګرو پیسې دولتي کړي، موږ به خپله سوداګري له ایران سره کمزورې کړي، چې دا کار په یوه ځل نه کېږي او وخت ته اړتیا لري، او د سوداګرو زیات مالونه هلته پاتې دي، افغان سوداګرو فیصله وکړه چې افغانستان ته د ایران له لارې د ایراني تولیداتو راوړلو بهیر به کمزوری کړي.''

د ايران او افغانستان تر منځ په کال کې د نژدې۸۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه کېږي او افغان سوداګر په لويه کې د ودانيو اړين توکي، او خوراکي توکي له ايران څخه راوړي
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي افغان سوداګر د قانون له مخې په خپله پرېکړو کې ازاد دي او له ايران څخه د مالونه د نه راوړلو پرېکړه د حکومت رسمي دريځ نه دی
وړاندې د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي چې دا مهال روسيې ته د نورو تېلو د اخيستلو لپاره تللی، ويلي ول د افغان سوداګرو د تيلي ټانکرونو ايسارول د افغانستان – ايران تر منځ د ترانزيټي تړون پر خلاف دي خو ويلي يې و چې د ستونزې د هواري لپاره اوس هم هڅې کوي

له بلې خوا تېره ورځ د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارته غوښتي ول چې دغې ستونزې ته ديپلوماتيکي حل لارې ولټوي



د ايران په خاوره کې د افغانستان سوداګرو د شاوخوا ۱۸۰۰ تيلي ټانکرونو ايسارولو د عامو افغانانو غبرګونه هم راپارولي دي چې تر دې مهاله په پلازمېنه کابل سربېره ځينو نورو ولايتونو کې هم د ايران پر ضد لاريونونه شوي دي
ايران وايي دغه ټانکرونه يې ځکه ايسار کړي چې شک لري تېل يې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته رسول کېږي خو افغان لوری او خپله ناټو دا ادعا بې بنسټه بولي

 

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل