Nikzad Search

Monday, January 10, 2011

هند افغانستان سره د کانونو په کیندلو کې مرسته کوو

KHOST NEWS


هند به افغانستان سره د سولې د راتګ په پروسې او بیلابیلو بنسټیزو او بیا رغاونو پروژو کې مرسته کوي. دا راز هند وایي د افغانستان سره به د کانونو د استخراج او کیندنې کې هم همکاري کوي.

دهند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کریشنا نن په کابل کی د خبریالانو سره د لیدنې په ترڅ کې د افغان چارواکو ته دا ژمنې وکړې

ایس ایم کریشنا چې پرون افغانستان ته را غلی دی نن یې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلی زلمی رسول سره په ګډې خبري ناسته کې وویل، هند افغانستان ته د سولې د راتګ لپاره د افغان دولت هلې ځلې ستایي او ورسره به په دې هڅو کې ملاتړی وي. همدارنګه د سیمې د موضوعاتو د څیړلو لپاره به د افغانستان سره یو ستراتیژیک پلان جوړوي

د هندوستان په پوهنتونونو او تحصیلي مراکزو کې د افغان ځوانانو د تحصیل لړۍ له ډیر پخوا راهیسې را روانه ده او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر دا ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

په همدې اساس ښاغلي کریشنا د هندوستان د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کې د دري او پښتو د ژبو د داخلولو زیری هم ورکړ.

ښاغلي کریشنا له خبریالانو سره په خبرو کی خبردارئ ورکړ چی بهرنۍ لاس وهنې به د افغانستان د روغی جوړی مذاکرات په خطر کی واچوي او دا د افغانستان د ثبات او راتلونکې د پاره او د ډیموکراسۍ د اعادی لپاره تعینونکې ونډه لری.

دا خبرې پاکستان ته یو ډول خبردارئ ؤ . د پاکستان قباییلی سیمی د طالبانو قوي مرکزونه گرځیدلې دي.

هندي چارواکي افغانستان نه د لیدنې په ترڅ کې دا هم وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره د بنسټیزو او بیا رغاونو پروژو په پلي کولو او کانونو په کیندلو کې همرسته کوي.

په دې خبري ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل په زراعتی برخو کې یې هم د هند مرستې غوښتي دي چې د مقابل لوري له خوا ومنل شوې.

په همدی لړی کی هند په افغانستان کی د روانی وچ کالی له وجی د نږدی ۱۰۰ زرو تنو غنمو د مرستی ږمنه هم کړی ده

د هند د بهرنیو چار وزیر په افغانستان کی د شتو امنیتی ستونزو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وې ویل نن سبا دا د دواړو هیوادونو ستونزه ده خو له دی ټولو ستونزو سره سره په دی هیواد کی د خپلو کارکونکو د ځان ساتنی په اړه د افغان دولت نه منندویه دی.

هند په تیرو ۸ کالو کی د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کی د یو ملیارده دوه سوو ملیون دالرو مرسته کړیدهاو په همدی حال کی ددی هیواد ۴۰۰۰کارکونکی د افغانستان په بنسټیزو او بیا رغاونو په پروژو کی په کار لګیا دي.

په افغانستان کی د بیلابیلو تروریستی او ځان وږنی حملو په ترڅ کی ددی هیواد ۱۸ تنه وکړی وژل شوی دی خو لا هم دې هیواد د افغانستان سره د مرستو د کړو ژمنو رنګ پیکه کړی ندی.



No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل