Nikzad Search

Monday, January 10, 2011

د اسلامي هېوادونو راتلونکې غونډه پر افغانستان غږېږي

KHOST NEWS



د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د اسلامي هېوادونو کنفرانس په پام کې لري په سعودي کې يوه داسې غونډه را وبولي چې تر ډېره به په کې د افغانستان د ستونزو د هواري په اړه خبرې اترې وشي.
د شورا د چارواکو په خبره د اسلامي هېوادونو ټولنې او آی سي له دوی غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو او بېا پخلاېنې په تړاو خپل پلانونه او وړاندېزونه مخې ته کړي.

د سولې د عالي شورا مشر برهاندالدين رباني وايي د او آی سي مشرتابه د يوه رسمي پېغام پرمټ ورته په مارچ مېاشتې کې د سعودې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه او دغه راز د دغه سازمان يو پلاوي هم له ده سره په کابل کې په دې اړه لېده کاته کړي:

''د اسلامي هيوادونو د کنفرانس يو پلاوي راسره خبرې کړي او راته يې وويل چې د مارچ په لومړۍ نېټه يو ځانګړی کنفرانس جوړوي چې تر ډېره به په کې د افغانستان په اړه خبرې وشي
دغه کنفرانس په جده کې داېرېږي، پلاوي راته د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د مشرتابه پېغام را ورساوه او له مايې وغوښتل چې په دغه غونډه کې برخه واخلو او هلته د کنفرانس ګډونوالو ته د سولې په تړاو مهمې موضوعګانې، وړانديزونه او خپل نظرونه مخې ته کړو.''

ښاغلي رباني و نه ويل چې دوی به په دغه کنفرانس کې په مشخص ډول له اسلامي هېوادونو نه څه ډول مرسته غواړي خو د سولې د عالي شورا وېاند قيام الدين کشاف بي بي سي ته وويل، دوی به په دې تړاوو په خپلو راتلونکو ناستو کې پرېکړې کوي.



که څه هم د ااسلامي هېوادونو د راتلونکی کنفرانس اجنډا نه ده مالومه، خو یوه لویه برخه به یې پر افغانستان راټوله وي.


د سولې د عالي شورا مشرتابه اسلام اباد ته خپل سفر اغېزناک وارزاوه او ويې ويل چې د پاکستان حکومت ورسره له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د مرستې سېنه وهلې خو په ښکاره يې و نه ويل چې دوی له پاکستان نه په دغه برخه کې څه ډول مرسته غواړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا شاوخوا شپږ مېاشتې د مخه جوړه شوه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو زمېنې برابرې کوي،او د افغانستان د لانجې يو سېمه اېز هواري ته لاره هواره کړي.








No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل