Nikzad Search

Wednesday, January 2, 2008

KHOST TAZA KHABAR !!!



Tuesday, 01 January 2008
افغانستان ته راغليوكډوالوپروينا،ديادشويومذهبي ډلوترمنځ په وروستيونښتوكې له دواړوخوانېږدې ١٨ تنه ووژل شوي اونېږدې ٢٥ تنه ټپيان شويدي .ددوى په ويناد جګړې لمن اوسمهال د ميږکو سيمې ته هم غزيدلي ده .په پاړه چنار کې دغه تاوتريخوالي د تېرې او نۍ راپدې خوا زور اخيستی چې همدا اوس د پاړه چنار په ډېرو سيمو کې حال حال جګړې کيږي اوله سيمې څخه يوشمېركورنۍ خوست اوپاكتياولايتونوته له پولې راوښتي دي اودخبرونوله مخې يوشمېرنورې كورنۍ هم راورانې دي .شيعه اوسني مذهبي ډول ترمنځي دغه نښتې په لومړی ځل روان لمريزكال دپاړه چنار په سيمه کې د لړم د ٢٧ نيټې نه د ليندی تر ٦ مې پورې پېښې شوې ، چې دهغه مهال دخبرونو له مخې پكې تر ١٤٠ پوري وګړي مړه او له ٣٠٠ څخه زيات پکې ټپيان شوي وو.كه څه هم هغه دسرحدايالات ګورنرعلي محمدجان اوركزي ديادشويودواړډلوترمنځ ترلنډمهاله پورې له اوربندوتوانيدخوداوربنددنېټې له پوره كيدو وروسته لومړۍ شخړه دپاړه چنارپه بازاركې هغه مهال رامنځته شوه چې يوشمېروسلوالودپاړه چناربازارته ناببره ورننوتل اوددوكانونودلوټولوترڅنګ يې پركورونودچورولوپيل وكړ .عيني شاهدان وايي چې ددې لوټ اوتالان پرمهال امنيتي كسان هم شته ووخودچوراوچپاول مخه يې ونه نيوله .لدې چورچپاول وروسته درنه جګړه رامنځته شوه چې ډېره كي وګړي پكې مړه اوزخميان شول اودغه اور اوس دومره پسې غزېدلى چې دميږكوسيمې ته هم رسيدلى .
Farhan

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل