Nikzad Search

Friday, February 18, 2011

په خوست کې ځانمرګي 11 تنه وژلي دي

KHOST NEWS



د افغانستان په سوېل ختيز ولايت خوست کې د پوليسو پر يوه پوسته شوي ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه د دوو پوليسو په ګډون
يوولس تنه وژل شوي دي
د پوليسو سيمه ييز مشران وايي پوليس تر چاودنې مخکې پر دغه ګاډي شمکن شوي ول او هغه ته يې د درېدو ويلي ول خو
 چلوونکی له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی چوولی دی
دپوليسو دغه پوسته د ښار له ګڼې ګوڼې يوې ډکې سيمه کې ده چې نژدې کورنه او هټۍ د چاودنې له کبله ويجاړې شوې دي
په بريد کې لږ تر لږه دېرش تنه نور ټپيان شوي چې ډېر يې ولسي وګړي دي

طالبانو د بريد مسوليت منلی او ويلي يې دي چې په بريد کې يې ديارلس پوليس وژلي او پېنځه لس نور ټپيان کړي دي

له بلې د ختيزولايت کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې تر دېرش زيات وسلوال طالبان وژل شوي دي
نړيوالو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې ويلي بريد د شپې مهال شوی چې څلور ساعته يې دوام درلود.

دوی وايي خپل هدف يې ښه په نښه کړی او له همدې کبله ولسي خلکو ته زيان نه دی اوښتی

طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي



No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل