Nikzad Search

Wednesday, January 2, 2008

KHOST , PALRACHENAAR TAZA NEWS له پاړه چنارڅخه ٣٥ کورنۍ پکتيا ته راکډه شوې



له پاړه چنارڅخه ٣٥ کورنۍ پکتيا ته راکډه شوې




Tuesday, 01 January 2008
د پاکستان د پاړه چنار سيمې څخه ٣٥ کورنۍ پکتيا ولايت اريوب ځاځيو ولسوالۍ ته راکډه شوي چې د ځايي خلکو سره ميشت دي ، د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس دين محمد دروېش وايي چې نوموړي کورنۍ په سيمه کې د شيعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ د جنګ او جګړو له امله دېته مجبور شوي چې د ډيورينډ د کرښې ديخوا پکتيا ته راکډه شي .دروېش زياتوي چې نوموړي کورنۍ زياتو مرستو ته اړتيا لري ، که دولت يا نړيواله ټولنه يې ژر مرستوته راونه دانګي نويادشوي كډوال به د زياتو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګريوان شي .دا پداسې حال کې ده چې يو څه موده وړاندې هم د عليزيو سيمې څخه خوست ولايت د ٢٠٠ کورنيو په شاوخوا کې کډوال راکډه شوي ؤ او دولت هم د دوی سره د پام وړ مرستې کړي وې .

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل