Nikzad Search

Saturday, January 12, 2008

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

دچينايي ژبې زده کړه به افغان ځوانانو ته دا وس ورکړي چې له چين سره دسوداگريزو لارو چارو په موندلو کې اسانۍ سره پر مخ ولاړ شي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي د کابل په پوهنتون کې د چينايي ژبې يوه څانگه جوړيږي چې له مخې به يې په زرگونو افغانانو ته د زده کړو تر څنگ د کار لاره هم برابره شي .
دا لومړى ځل دى چې د افغانستان په مخکښ پوهنتون کې دچينايي ژبې څانگه پرانيستل کيږي .دغه څانگه د چين په مرسته جوړيږي چې يې تړون د افغانستان د لوړ زده کړو وزير په کابل کې د چين له سفير سره لاسليک کړ.د چارواکو يه وېنا په راتلونکي لمريز کال کې به افغان زده کوونکي دغه مرکز ته د چينايي ژبې د زده کړې په موخه جذب شي . که څه هم په افغانستان کې د چينايي ژبې زده کولو ته ډير خلک ليواله نه ښکاري خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزير محمد اعظم دادفر وايي چې ددغې څانگې په جوړيدو سره به د چين او افغانستان تر منځ اقتصادي ، سياسي او فرهنگي اړيکي نور هم پراخ شي
. ښاغلي دادفر په کابل کې د چين سفير سره په يو گډ خبري کنفرانس کې وويل له چين سره د عينکو له کان څخه د مسو د اسخراج تړون ددې لامل وگرځيد چې دغه څانگه د کابل په پوهنتون کې جوړه شي. ده وويل چينايانو د عينکو د مس په کان کې له تړون وروسته وپتيله چې په زرگونو افغان کارکوونکو او ژباړونکو ته اړتيا لري چې په چينايي ژبه بلد وي . د ښاغلي دادفر په وينا په دې څانگه کې به د چينايي ژبې په زده کولو سره زيات شمير افغانانو ته د کار شرايط برابره شي
.(( تاسې خبرياست چې څو اونۍ وړاندې دعينکو د مس تړون لاسليک شو او هلته په زرگونو انجينرانو ، کارگرانو او ژباړونکو ته اړتيا ده . نو دغه څانگه د افغان ځوانانو لپاره يو چانس دى چې چينايي ژبه زده کړي او هلته کار ومومي .همدرانگه د چين سره مو فرهنگي ، سياسي او اقتصادي اړيکي د پرمختگ په لور دي او دا ددغو اړيکو په پراخولو کې ښه گام بلل کيږي ))
. د چارواکو په وينا دغه څانگه چې د ژبو او ادبيانو په پوهنځي کې جوړېږې وروسته به دکابل په پوهنتون کې ورته د چين په مرسته يوه ودانۍ هم جوړه شي . په کابل کې د چين سفير ينگ هولن وويل ددغه ديپارتمنت په جوړولو سره به د افغانستان او چين تر منځ اړيکي نور هم پراخ شي .ښاغلي هولن زياته کړه چې د چينايي ژبې ديپارتمنت ته به له چين څخه روزونکي افغانستان ته راشي او افغان زده کوونکي به هم د روزلو په موخه چين ته وليږدول شي . دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې به له چينايي ژبې سره د بهرنيو ژبو شمير ٩ ته ورسيږي .افغان چارواکي وايي د راتلونکې لمريز کال په پيل کې به ځينې افغان زده کوونکي د کانکور له ازموينې وروسته د چينايي ژبې څانگې ته وروپيژندل شي.
چين د افغانستان گاونډى دى چې د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په سر کې ځاى لري او صنعتي توليداتو يې د نړۍ په مارکيټونو کې پراخ ځاى موندلى دى. دچينايي ژبې زده کړه به افغان ځوانانو ته دا وس ورکړي چې له چين سره دسوداگريزو لارو چارو په موندلو کې اسانۍ سره پر مخ ولاړ شي.ځکه چې ډيرى افغان سوداگر چين ته سفر کوي او له هغه هيواد څخه سوداگريز توکي دې افغانستان بازارونو ته راليږدوي .
By :Farhan

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل