Nikzad Search

Saturday, January 12, 2008

کابل پوليس:٣٠جنايتکاران مو ونيول

کابل پوليس:٣٠جنايتکاران مو ونيول








په تيرو اونيو کې کابل د يو لړ بمي بريدونو شاهد وو چې خلکو ته يې د ځاني خونديتوب په اړه انديښنې راولاړې کړې وې
د کابل پوليس وايي د يولړ عملياتو په ترڅ کې يې لسگونو تنه وسله وال غله او د نشيي داروگانو پلورونکي نيولي دي.
پوليس په دغه ښار کې د لږ ترلږه ٢٠٠ هغو گاډو د نيولو خبره هم کوي چې،تورې هيندارې لري.
د کابل امنيه قومندان جنرال سالم احساس وايي دغه گامونه يي ددغه ښار د امنيت او ټيکاو د لا ټينگښت پر موخه پيل کړي او په دغه برخه کې ډيرې لاس ته راوړنې لري.
ښاغلى احساس وايي ددغو عملياتو په ترڅ کې شاوخوا ٣٠ تنه وسله وال غله او د نشه يي داروگانو يوشمير پلورونکي له وسلو سره يوځاى نيولي دي.
هغه ادعا وکړه چې د دغو عملياتو پر مهال يي٢٠٠ د تورو هندارو لرونکي ٢٠٠ شکمن گاډي نيولي دي چې ظاهرا دغلاو او قاچاق لپاره کاريدل.
(( په تيرو شلو ورځو کې زموږ پوليسو د کابل ښار په بيلابيلو برخو کې ١٩ ميله ناقونه وسلې،لاسي بمونه او يو شمير چاوديدونکي توکي له نا مسوله کسانو څخه ترلاسه کړي دي.))
هغه وويل چې پوليس به په کابل کې د ځانمرگو بريدونو دمخنيوي په برخه کې ډيره هڅه وکړي.
ښاغلي احساس هغه ادعاوې هم بي بنسټه وبللې چې گواکې د کابل ښار پوليس د نشيي داروگانو په قاچاقو او خرڅلاو کې لاس لري.
د کابل ښار امنيه قومندانۍ دا څرگندونې داسې مهال کوي چې،دغه ښار له دوو اونيو راهېسې د امنيت له پلوه يو څه ارام شوى ښکاري

By: Farhan

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل