Nikzad Search

Monday, January 3, 2011

اسماعيل خان په نويو برسېره شويو امريکايي اسنادو کې

KHOST NEWS





 
د افغانستان په اړه د امريکا نور پټ اسناد د انرژۍ وزارت ته د اسماعيل خان د بيا گومارنې پر سر د واشنگټن او ولسمشر کرزي ترمنځ د ناندريو څرگندويي کوي

په يوه دغه سند کې چې د ويکيليکس وېبپاڼې خپور کړى، راغلي چې امريکايي ډېپلماتانو تېر کال د کابينې تر اعلان وړاندې، له حامد کرزي نه غوښتي و چې اسماعيل خان ته وزارت ورنه کړي، ځکه چې د هغوى په باور فاسد دى او په کار هم نه پوهېږي.

په سند کې راغلي چې سفير آيکنبېري د مخکني جهادي قوماندان اسماعيل خان گومارل، د کرزي "تر ټولو ناوړه" انتخاب بللى دى او پر هغو وزارتونو يې د امريکايي مرستو د بندولو احتمال ته گوته نيولې چې مشري يې وړ کسانو ته نه وي سپارل شوي

حامد کرزي يې په ځواب کې ويلي چې د اسماعيل خان د گومارلو موضوع يې د بهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلنټن سره پخه کړې او د چارو د سمون لپاره به وړ کسان د وزارت د معينانو په توگه وگوماري
په يوه بل سند کې راغلي چې په دې اړه له کرزي سره د امريکاييانو بيا بيا خبرو ونشواى کړى چې هغه پر اسماعيل خان له ټينگار نه راوگرځوي.

دا امريکايي اسناد د بډو يا فساد کوم ټاکلى تور پر اسماعيل خان نه لگوي، خو پلټونکو يې په وزارت کې تر سلو ډېر بانکي حسابونه موندلي چې د پيسو د ورتگ يا تگ اسناد نه لري.
د امريکا پرمختيايي ادارې – يو اېس اى آى ډي هم د انرژۍ وزارت د بې کفايتۍ په اړه ويلي چې د وزارت د عايداتو پنځمه برخه د چارو د ناسم تنظيم له امله له منځه ځي.



يعنې وزارت نشي کولاى هومره پيسې چې د برېښنا پر توليد او توريد لگوي، د برېښنا له کاروونکو نه تر لاسه کړي

د اسوشيتيد پرېس خبري آژانس د نړيوالو مرستنديوانو له خولې ليکلي چې په انرژۍ وزرات کې د فساد او شکونو تورونه تر هغه لږ وروسته په راوتو شول چې اسماعيل خان يې په ٢٠٠٤ کال کې مشرتابه ته وگومارل شو.

خبريالان وايي چې مخکنيو کارکوونکو او نړيوالو مرستندويانو په انرژۍ وزارت کې د ناوړه ادارې، کمزوري نظم او اختلاس شتوالى تاييد کړى دى.





No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل