Nikzad Search

Wednesday, September 21, 2011

برهان الدين رباني په يوۀ ځانمرگي بريد کې وژل شوى

KHOST NEWS


د افغانستان د سولې د عالي شورا ريس ، د مجاهدين د واکمنۍ ولسمشر او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني په يوۀ ځانمرگي بريد کې وژل شوى دى




افغان چارواکو بي بي سي ته وويل چې ښاغلي رباني له دوو کسانو سره چې د وسله والو طالبانو غړي وو ليدل چې چاودنه وشوه

دا څرگنده نه ده چې دغه دوو کسانو په بريد کې لاس لارۀ که نه


ويل کيږي چې د سوړلې د عالي شورا د دارالنشا ريس معصوم ستانکزى هم په دې بريد کې ټپي شوى دى


رپوټونه ښيي چې ټول شپږ کسه په دې چاودنه کې ټپيان شوي دي

د برهان الدين رباني کور د وزير اکبر خان په مېنه کې و



برهان الدين رباني همدا نن ، د سپتمبر ٢٠ مه ، زيږيدلى و او نن ٧٠ کلن شو



د برهان الدین رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا استازي د خپلو لاسته راړونو په تړاو د افغانستان ولسي جرګې ته د څرګندونو لپاره ورغوښتل شوي وو


په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا د تېر کال په جون کې جوړه شوه، خو ښاغلي رباني وویل چې دې شورا پنځه میاشتې عملي کار کړی دی

 
د ښاغلي رباني په وینا، په دې لنډه موده کې د سولې عالي شورا د حکومت او مخالفینو ترمنځ د باور د فضا رامنځ ته کولو، د سولې د بهیر د افغانیزه کېدو او د نړیوال او سیمه ییز ملاتړ د راجلبولو په ګډون ګڼې لاسته راوړنې لرلې.



برهان الدین رباني په ټینګار سره وویل چې ددې شورا له جوړېدو وړاندې افغانستان د سولې په تړاو د خبرو مشري نه لرله

''وړاندې له دې چې د سولې عالي شورا خپل کار پیل کړي، د افغانستان دولت او افغانانو له لوري له طالبانو سره خبرې کمزورې وې، موږ ولیدل چې د برتانیا حکومت له طالبانو سره اړيکي لرل، ناروې څو ځلې د طالبانو پر استازو ډېر زیات لګښتونه وکړل او هلته د سولې په اړه خبرې وشوې، تاسو شاهدان یاست چې د جرمني او متحده ایالتونو په منځګړیتوب مو له طالبانو سره خبرې درلودې، کله چې موږ خپل کار پیل کړ، له بېلابېلو هېوادونو سره مو دا موضوع مطرح کړه، او بالاخره په جده کې د اړیکو ادارې پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به د سولې ټول بهیر د سولې د عالي شورا له خوا پرمخ وړل کېږي. ''

 



د سولې د عالي شورا رییس په ټینګار سره وویل د حکومت ګڼ وسله وال مخالفین د سولې پلویان دي، خو د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري

نوموړي د حکومت له لویو مخالفو ډلو سره د اړیکو پر نیولو ټینګار وکړ




''په تېرو پنځو میاشتو کې د سولې په تړاو په بېلابېلو برخو کې چې ښاغلی حکمتیار دی، د کوټې شورا ده، د مولوي حقاني شبکه ده، له دوی ټولو سره تماسونه نیول شوي دي، زموږ دا ګامونه لومړني ګامونه دي، ددوی هیله دا ده چې نومونه یې افشا نه شي، ځکه چې دوی وايي ژوند یې په خطر کې دی

پر همدې مهال د سولې د عالي شورا دغه جګپوړي مشر له خلکو وغوښتل چې په هېواد کې د امنیت په ټینګښت او د سولې راتلو په خاطر وسله والو ته پنا ورنه کړي

ښاغلي رباني وویل، د افغانستان په اوسني وضعیت کې وسله وال باید یا سوله او یا جګړه غوره کړي



"زه فکر کوم چې موږ نن دوه لارې لرو، یا جګړه یا سوله، هغو هېوادونو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دلته راغلي، هم ویلي چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې حل کېدای شي.''



د سولې د عالي شورا رییس برهان الدین رباني یوځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان حکومت د سولې په بهیر کې هېڅ داسې ګام نه اخلي چې د تېرو لسو کالو له لاسته راوړنو سره په ټکر کې وي، خو په دې برخه کې یې د افغانانو همکاري اړینه وبلله

 
د ښاغلي رباني په وینا، د سولې په بهیر کې د خلکو له ونډې پرته، دا بهیر کومې مثبتې پایلې ته نه شي رسېدی






 

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل