Nikzad Search

Friday, February 4, 2011

د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې


KHOST NEWS

د خوست ولایت امنیتي چارواکو ویلي له شمالي وزیرستان سره پر پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده . افغان ځواکونه وايي لومړی پاکستاني عسکرو برید وکړ، او دوی پرې متقابلې ډزې وکړې

په خوست كې له شمالي وزيرستان سره پر پوله د افغاني او پاكستاني ځواكونو ترمنڅ نښته شوې ده






د خوست امنيتي سرچینو بي بي سي ته وویل، برید د خوست ولایت سرحدي ګربزو ولسوالۍ په 'تورخوربي' سیمه کې، چې له شمالي وزیرستان سره ګډه پوله لري، نن (چهارشنبه، د فبرورۍ دویمه) شوې ده
سرحدي پولیس وايي لومړی پاکستاني عسکرو برید وکړ او بیا د کمپاین ځواکونو متقابل برید پرې وکړ
کمپاین ځواکونه هغه افغان امنيتي عسکر دي، چې د بهرنیو ځواکونو د اډو او هغوی ساتنه کوي

په خوست کې د بي بي سي د خبریال په حواله، لاهم خال- خال ډزې اورېدل کېږي

د خوست امنيتي چارواکي وايي د برید په سیمه کې د افغانانو کلي او یو ګمرک هم شته

دوی وايي چې افغان لوري ته په ډزو کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پاکستاني عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه څه مالومات نه لري
خو په اسلام اباد کې یوه ځايي خبریال ویلي، چې په دې برید کې د پاکستان یو ملېشه وژل شوی او درې نور ټپیان دي

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل