Nikzad Search

Monday, February 7, 2011

کرزی: د وري 'حمل' پر لومړۍ امنيتي مسؤولیت اخلو

KHOST NEWS

افغان ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو د بهیر د پیل نېټه په ډاګه کړې ده .



ښاغلي کرزي د جرمني په مونیخ کې‎ نړیوالې امنیتي غونډې ته په خبرو کې وویل، د پسرلي له پيل سره به افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو لومړی پړاو اعلان کړي .



ټاکل شوې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله په دغه هېواد کې د امنیت ټینګولو چاره په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونو ته ورسپارل شي .



ولسمشر حامد کرزي د هغو هېوادونو مشرانو ته چې په افغانستان کې ځواکونه لري وويل، افغان امنیتي وضعه مخ په ښه کېدو ده او خلک راتلونکي ته هيله من دي .



خو د امنيت په باب مونيخ کې د نړيوال کانفرانس حاضرينو ته ښاغلي کرزي ورياده کړه چې د افغان ځواکونو روزنه او د لازمو تجهيزاتو خبره مهمه ده .



دۀ له نړيوالو په دې برخه کې د پانگونې غوښتنه وکړه .



ولسمشر کرزي افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو موضوع مهمه وبلله او ویې ویل، د راتلونکې ۱۳۹۰ لمریز کال له پیل سره سم به افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو لومړی پړاو اعلان کړي :



''موږ هوډ لرو چې د لېږد د بهیر مشرتوب افغاني کړو، زه د دې بهیر د لومړني پړاو پيل په نوي کال کې کوم چې چې د وري /'حمل' لومړۍ نېټه ده. ''



همدارنګه ښاغلي کرزي یوځل بیا د افغان حکومت له لارې د نړیوالو مرستو پر لګولو ټینګار وکړ .



افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هوکړه کړې چې تر ۲۰۱۴ کاله به په بشپړه توګه د امنیت د ټینګولو چاره په دغه هېواد کې افغان امنیتي ځواکونو ته ور وسپارل شي .



خو د ناټو ټینګار دا دی چې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو بهیر باید د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو ګام په ګام او ولسوالۍ په ولسوالۍ ترسره شي .



د افغانستان نړیوال ملاتړي وایي، له ٢٠١٤ کاله وروسته به هم ځینې نړیوال ځواکونه په دغه هېواد کې پاتې وي .



خو افغان چارواکي ټینګار لري تر هغه مهاله به کورني ځواکونه په یوازې ځان هم د دې جوګه وي چې د نړیوالو سرتېرو په نشتوالي هم افغانستان کې امنیت ټینګ کړي .



No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل