Nikzad Search

Wednesday, January 5, 2011

د پنجاب والي سلمان تاثير په يوه بريد کې وژل شوی دی


KHOST NEWS

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پنجاب والي سلمان تاثير په يوه بريد کې وژل شوی دی .

پوليس وايي بريد د والي امنيتي ساتونکی کړی چې د والي له ګاډي د باندې له ګڼې ګوڼې په يوه ډکه کوڅه کې ولاړ و.
والي سلمان تاثیر د اېف سېکس سېکټر په 'کوهسار' مارکېټ کې د پېر او پلور په یوه ګڼه ګوڼه کې ووژل شو.

د اسلام اباد د پولیسو یوه چارواکي احمد اقبال رسنیو ته وویل ښاغلی تاثیر په ګاډي کې د کښېناستو په حالت کې و، چې د هغه یوه ساتونکي پرې ډزې وکړې.

تر برید وروسته والي ژر روغتون ته ولېږدول شو، خو لږ شېبه وروسته ومړ.

سلمان تاثیر د پاکستان یو له مشهورو سیاسي څېرو څخه و.


پولیس وايي چې د والي امنيتي ساتونکی او پر هغه برید کوونکی ممتاز حسین قادري نومېږي.

په سیمه کې یوه عيني شاهد بي بي سي ته وویل:''موږ د ننه کار کاوه او د چاودنې غږ مو واورېد. کله چې د باندې راووتلو نو هرې خوا ته وینې پرتې وې. هغه سړی چې ویشتل شوی و په میدان کې پروت و، ورسوته سیمې ته امنیتي ځواکونه راورسېدل.''

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک په کراچۍ کې رسنیو ته ویلي پر والي برید کوونکي منلې چې دا برید هغه قصداُ کړی دی.

رحمن ملک ویلي برید کوونکي ویلي پر والي یې ځکه دا برید کړی، چې هغه د 'ناموس رسالت' قانون یو تور قانون بللی و.

په پاکستان کې د 'ناموس رسالت قانون' له مخې څوک چې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی وکړي، سزا ورکول کېږي.

ښاغلي ملک وویل دا مهال له برید کوونکي پوښتنې ګروېږنې روانې دي، چې ایا د برید ترشا خو به د بل چا لاس نه وي.

بل خوا د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د درو ورځو لپاره ماتم اعلان کړی، او د ښاغلي تاثیر د وژنې په اړه یې د سملاسي پلټنې امر کړی دی.

د ښاغلي تاثیر جنازه به د چهارشنبې په ورځ په لاهور ښار کې ترسره شي.

سلمان تاثیر د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته نژدې سړی و.

د ښاغلي تاثیر قاتل ممتاز حسین قادري، چې د سلمان تاثیر تر وژلو وروسته یې پخپله ځان پولیسو ته وسپاره.


د هغه په وژل کېدا سره د پاکستان په ملتان او لاهور ښارونو کې ګڼ پاکستاني وګړي واټونو ته راووتل او لارې یې د ترافیکو پرمخ وتړلې.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول وايي ښاغلی تاثیر د پاکستان یو له مخورو سیاسي څېرو څخه و، چې کېدای شي په وژل کېدا به یې په پاکستان کې روانه سیاسي ترینګلتیا لاپسې ډېره شي.

د پاکستان د خلکو ګوند په مشرۍ واکمن ایتلاف دا مهال له سیاسي شخړو سره لاس او ګرېوان دی.

له دغه واکمن ایتلاف څخه متحده قومي غورځننګ یا MQM ووت.

تر هغه مخکې د یوه بل کوچني ګوند جمعیت علمای اسلام دوه وزیران هم له ایتلافه ووتل.






No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل