Nikzad Search

Friday, February 20, 2009

British Soldier Killed in Helmend, Afghanistan

KHOST NEWS

په افغانستان کې يو برتانوی پوځي ووژل شو




د برتانيا دفاع وزارت وايی چې په افغانستان کې يې يو سرتېری دپوځي ماموريت دترسره کولو پرمهال وژل شوی دی
د برتانيا ددفاع وزارت له لوري په يوه خپره شوي وينا پاڼه کې ويل شوي دي چې دغه سرتېري په هلمند کې د برتانيا د پوځ په لومړۍ لېوا کې دنده تر سره کوله
ويناپاڼه وايي چې سرتېری هغه مهال ووژل شو چې برتانوي او افغان ځواکونو په ګډه مرکز لښکرګاه ته څېرمه دناوې په ولسوالۍ کې پلې ګزمه کوله
دويناپاڼې له مخې سرتېری ددښمن په ګوليو لومړی ټپي او وروسته ومړ
له دغه سرتېري سره اوس په افغانستان کې له 2001کال څخه را پدېخوا دبريتانيا دوژل شويو سرتېرو شمېر 145ته ورسېده
تر دې مخکې د تېرې شنبې په ورځ هم يو بريتانيوی سرتېری د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې وژل شوی و

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل