Nikzad Search

Friday, March 28, 2008

طالبان ددولت په ضد رواني جگړه کوي


دافغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي دي چې طالبان ددولت په وړاندې پر رواني جگړه بوخت دي . دغه وينا د طالبانو له خوا د يو لړ نو عملياتو د پيلولو د اعلان په غبرگون کې وشوه


طالب وسله والو بيا بيا گواښ کړى دى چې د سپرلي په اوږدو کې به دافغان دولت په وړاندې پراخ عمليات پيل کړي .
خو د ملي امنيت ادارې طالبان کمزوري وبلل او وېويل چې ددولتي ځواکونو په وړاندې دمخامخ عملياتو د ترسره کولو وس نه لري .
ددې سره سره چې د افغانستان د ملي امنيت اداره د طالبانو گواښ د دولت په ضد رواني جگړه بولي خو وايي د طالبانو د هر ډول عملياتو دمخنيو لپاره چمتوالى لري .
دافغانستان د استخباراتو وياند سعيد انصاري په دې اړه ډير جزيات وړاندې نکړل خو وېويل چې افغان امنيتي ځواکونه د ټيکاوود ټينگيدا لپاره هڅې کوي :
(( ددښمن ددې تبليغاتو او د سولې ددښمنانو د ورانکارو فعاليتونو د له منځه وړلو او دافغانانو د امنيت لپاره دافغانستان امنيتي ځواکونه او په ځانگړي ډول د ملي امنيت کسان ددې چمتوالى لري چې ددښمنانو هر ډول شوم پلانونه کشف او مخنيوى يې وکړي .))
له دې وړاندي طالبانو ددولت په ضد د عبرت په نامه د پوځي عملياتو د ترسره کولو اعلان کړى وو او ويلي يې وو چې دغه عمليات به دروان کال په سپرلي کې پيلوي .
په دې اعلاميه کې د طالبانو د يو قومندان له خولې ويل شوي وو چې دوى به د تير کال د تجربو په کارولو سره په نوې بڼه پوځي عمليات په افغانستان کې پيلوي.
د طالبانو دې وينا گواښنه کړې وه چې دوى به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او د اوسني افغان حکومت تر نسکوريدو پورې وجنگيږي.
ملي امنيت د طالبانو دې گواښ ته د ځواب په لړ کې د يو شمير لاسته راوړنو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه چې د نوي کال په پيل کې يې يو ځانمرگى بريد کونکى د سپرلۍ له يو گاډي سره ونيوه چې له چاودونکو توکو ډک وو .
ده وويل چې په دې تړاوو يې دوه تنه د خوست او دوه تنه د کندهار په ولايتونو کې هم ونيول .
ښاغلي انصاري دا هم وويل چې دکابل په لويديځ د پغمان په ولسوالۍ کې يې د وسلو يوه زيرمه هم موندلې چې ددوى په وينا طالبانو دکابل د امنيت د خرابولو لپاره جوړه کړې وه .


By: Feroz NIkzad


No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل