Nikzad Search

Friday, February 11, 2011

د شنبې پر ورځ بيا د ولسي جرګې د رييس لپاره ټاکنې کېږي

KHOST NEWS

خو د جرګې يو شمېر نور غړي چې له رايو ورکولو ستړي برېښي د درېيم ځل ټاکنو په پای کې د اعتراض په ډول وويل تر هغه چې د سپينو او باطلو رايو برخليک معلوم نه شي په څلورم ځل ټاکنو کې به ګډون ونه کړي

يو شمېر کتونکي له دغې ستونزې د وتو لاره د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې په اتمه ماده کې بدلون بولي
خو ځينې نور وايي ستونزه په اساسي قانون او د جرګې په کورنۍ کړنلاره نشته ، بلکې په اشخاصو کې ده

حقوق پوه کبير رنجبر وايي ددغه په ټپه ولاړ حالت د پای ته رسولو يوازنۍ لار د سياسي ډلو ترمنځ جوړ جاړی دی

هغه وويل يوازينۍ ستونزه سياسي او سليقوي چلندونه دي ، چې هر څوک غواړي ځانی د جرګې مشر کړي او که دی نه وي نو دا جرګه بايد ناکامه وي
د همدې لپاره په جرګه کې ځينۍ کړۍ شته چې په ټاکنو کې سپينې رايې اچوي او يايې باطلوي چې د حاضرو غړو اکثريت پوره نه شي او لانجه نوره هم اوږده شي
د افغانستان ولسي جرګه له پرانستل کېدو ۱۶ ورځې وروسته لا هم مشر نه لري. د جرګې غړي سبا د څلورم ځل لپاره هڅه کوي چې د جرګې مشر وټاکي

تر اوسه پورې د جرګې د مشر د نه ټاکل کېدو څرګند لامل په رايه ورکونه کې د جرګې د يو شمېر غړو له لوري د سپينو او باطلو رايو کارول بلل کېږي

ه تېرو ټولو پړاوونو کې د سپينو رايو کارولو ددې مخه ډب کړه چې يوه نوماند هم د ولسي جرګې د مشري لپاره شرط شوې د حاضرو غړو د رايو يو جمعه پېنځوس و نه ګټي
د سپينو رايو پر مسله باندې هم په جرګه کې ډېر بحثونه وشول خو تر دې مهاله کوم جوړ جاړی نه دی رامنځته شوی
د ولسي جرګې موقت مشر محمد سرور عثماني وايي تر د ې مهاله څلورو کسانو ځانونه نومولي خو تر سبا پورې کېدای شي دغه شمېره زياته شي: (( سبا ته موږ ټاکنې کوو، تر اوسه پورې څلورو کسانو خپلې عريضې راکړې. د بلخ استازي فرهاد عظيمي ، د پکتيا استازي ګل پاچا مجيدي، له غزني څخه محمدعارف رحماني او د هرات استازي محمدصالح سلجوقي نومونه ليکلي دي
شونې ده چې سبا د غونډې تر وخته پورې د نوماندانو شمېره زياته شي او يا هم له اوسنيو نوماندانو څخه ځينې کسان بېرته خپله
 نوماندي واخلي((

د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په لومړيو ټاکنو کې پخوانی جهادي مشر عبد رب الرسول سياف او محمد يونس قانوني په لږ توپير څنګ پر څنګ روان ول خو يوه هم شرط شوې پېنځوس جمعه يو پوره نه کړې  
د جرګې يو شمېر غړي د سپينو او باطلو رايو له کارولو سره سره د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې د اتمې مادې په پلوي ټينګار کوي او په هغې کې د بدلون راوستلو پر ضد دي
د جرګې د کورنۍ کړنلارې دغه ماده مطلق اکثريت ياني د حاضرو غړو پنځوس جمع يو رايې د جرګې د ګټونکي مشر لپاره شرط بولي

د ولسي جرګې د مشرۍ د ګټلو لپاره شاوخوا ۱۵ نوماندانو درې وارې په خپلو کې سيالۍ وکړه ، خو هېڅ يو هم د مطلق اکثريت په ګټلو چې د حاضرو غړو پنځوس جمع يو دی ونه توانېدل

يو شمېر کتونکي په دې اند دي چې که بيا هم د سپينو او باطلو رايو د کارولو غم ونه خوړل شي او يا هم د جرګې په داخلي کړنلاره کې بدلون را نه شي، ښايی دا ځل هم هېڅ کانديد مطلق اکثريت تر لاسه نه کړي



No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل