Nikzad Search

Thursday, February 5, 2009

Tahir Khan Subaray






څارنوال طاهرخان صبرى


څارنوال طاهرخان صبرى، د خوست په كچه مشهور قومي مشر، پخوانى دولتي مامور او د اساسي قانون په لويه جرګه كې د دغې سيمې د خلكو استازى پاتې شوى.
څه وخت وړاندې د خوست د سرحدونو او قبايلو چارو ريس ؤ او په دې وروستيو كې د خوست ولايت مقام د مرستيال په توګه وټاكل شو. موږ په خوست كې د شته ستونزو او د ده د مسؤوليتونو په اړه، له نوموړې سره مركه كړې، هيله ده خوښه مو شي!. ((خوست))پوښتنه: څارنوال صاحب دا چې نوې دندې ته راغلى يې د يوه سابقه لرونكي مامور او قومي شخص په توګه به ستا اوليتونه څه وي، يانې د كومو ستونزو حل كولو ته به د لومړيتوب حق وركړئ؟.ځواب: ددې نوې دندې په نتيجه كې زه ډير شيان احساسوم، چې ډيرې كمزورتياوې پكې موجودې وې. ددې ستونزو څخه يوه هم په ولسواليو كې د قومونو ترمنځ شخړې دي، چې ورځ په ورځ ډيريږي، ددې مهم دليل دادى چې زموږ په منطقه كې قومي جوړښت له منځه تللى دى. زه به كوښښ وكړم چې په هره ولسوالۍ كې يوه د قومي سپين ږيرو شورا جوړه كړم، ترڅو قومي جوړښت بيرته پرځاى شي، كه موږ قومي عنعنات په ښه ډول استعمال كړو نو ددې شخړو مخه به ونيسو.دويمه خبره داده چې د دولت او خلكو ترمنځ فاصله موجوده ده، زه به دخپل صلاحيت څخه په استفاده كوښښ وكړم چې د خلكو او دولت ترمنځ دغه فاصله له منځه يوسم او دولت له خلكو او خلك له دولت سره نږدې كړم او تفاهم ته يې سره ورسوم. بله مهمه خبره داده چې په تيرو ديرشو كالو كې افغانستان ته ډير زيانونه اوښتي دي، ورانۍ شوې، سړكونه ړنګ شوي. زه به په مركزي دولت فشار راوړم چې موږ ته هم د نور افغانستان غوندې سړكونه، كلينكونه او مكتبونه جوړكړي، ځكه چې دا مهم ضرورت دى يوه ټولنه هغه وخت پرمختګ كولى شي، چې تعليم يافته خلك او قوي اقتصاد ولري.زه به په ځانګړي ډول د معارف خواته ډيره توجه وكړم، ځكه چې خلك له تعليم څخه ليري پاتي شوي دي. زه به د خپل صلاحيت څخه په استفادې د ښوونې او روزنې له رياست د معلمينو، كتابونو او دغه ډول د تعميرونو د نشتوالى په ستونزو كې هم له دوى سره پوره همكاري وكړم، ترڅو راتلونكى نسل د تعليم په ګاڼه سمبال شي. بله خبره چې زموږ په منطقه كې موجود دي هغه اداري فساد دى، زه به كوښښ وكړم چې د اداري فساد مخه ونيسم، خو كه څوك په دې مسئله كې راسره مرسته ونه كړي زه به ورسره قانوني چلند وكړم.پوښتنه: د امنيت لپاره بايد څه وشي؟.ځواب: كه چيرې تاريخ ته وګورو نو امنيت هروخت قومونو راوستى دى په افغانستان كې تر اوسه دومره قوي دولتونه نه دي جوړ شوي، چې ددوى قواوې د هيواد هرې نقطې ته ورسيږي، نو ددې لپاره كه موږ وكولاى شو چې قومونه ديني عالمان يو ځاى سره راټول كړو نو امنيت په خپله ښه كيږي، دولت هم مسؤل دى چې دې خلكو ته توجه وكړي ترڅو دوى په خپلو رواجونو پريكړې وكړي.پوښتنه: څارنوال صاحب اوس وخت دولت او بهرني ځواكونه په قومي مشرانو څومره باور لري؟.ځواب د بهرنيو ځواكونو مسئله يوه بېله مسئله ده، ځكه چې دوى په خپلو دولتونو كې په يوه قانون روان دي او بېل نظام او قانون لري، نو ځكه د بهرنيانو توجه دوى ته ډيره كمه ده خو زه خپل دولت دې ته متوجه كوم چې كه دولت قومي مشرانو ته توجه ونكړي خبره نوره هم خرابيږي، قومونه خپلو مشرانو ته ډير احترام لري، ځكه خو دولت ته پكار ده چې قومي مشرانو ته ډيره ونډه او رول وركړي. اګر چې ځيني مشكلات په دې وخت كې پيداشوي دي خو ډير كم دي.خو كه چيرې موږ ريښتيني قومي سپين ږيرې حمايه كړو د امنيت په راوستو كې به مهمه ونډه ولري.پوښتنه: تاسو د رسمي وظيفې څخه پخوا د يوه قومي سپين ږيرې په توګه په مركزي دولت نيوكې كړې، چې خوست ته يې توجه كمه ده ستاسو موقف به اوس څه وي؟ځواب: دا چې پخوا مې په دولت نيوكې كړې او حقيقت مې ويلى نو اوس هم ماته رسمي دنده دومره اهميت نه لري بلكې ماته قومونه، خلك او ولسونه اهميت لري. زه به د پخوا په پرتله اوس پر دولت ډيرې نيوكې كوم، ځكه چې زه اوس ترپخوا ډير قوى شوى يم كه چيرته دغه نيوكې او وړانديزونه زما د وظيفې په تاوان هم وي خو زه به دې كار ته ادامه وركړم.پوښتنه: تاسو د اساسي قانون د جوړونې په لوپه جرګه كې يو غړى وى او ويل كيږي چې دولسمشر كرزي او نورو جهادي مشرانو سره پيژندګلوي لرى دغه پيژندګلوي به ستاسو په غښتلتيا مثبت تاثير وكړي؟ځواب: كه چيرې دغه خلك زموږ خبرو ته غوږ ونيسي او زموږ په خبرو غور وكړي زه اميدوار يم چې مثبت تاثير به ولري او ددوى توجه به خوست ته را واوړي.پوښتنه: كه په دې خبره وپوهيږئ چې خپل ټاكل شوي هدف ته نه رسيږئ او هغه پاملرنه چې لازمه وي ونه شي او يا د ولس غوښتنو ته ځواب نه ويل كيږي دريځ به موڅه وي؟ځواب: د خوست خلك پر ما ډير باور لري خو كه زه د دوى خدمت ونه شم كړاى او دوى ته مې ګټه ونه رسيږي نو زه به له خپلې دندې څخه استعفا وكړم. پوښتنه: كه وپوهيږئ چې د خلكو غوښتنو ته ځواب نه شى ويلاى او څوك توجه نه ورته كوي نو استعفا وركوئ؟ځواب: څرګنده خبره ده كه چيرې د خلكو غوښتنو ته ځواب ونه وايم او ګټلى عزت او حيثيت ته مې تاوان رسيږي نو استعفا وركوم.پوښتنه: د خوست مېشتو ولسونو له ملاتړ څخه څومره ډاډه ياست؟ځواب: د خوست خلك ډير باشعوره او پوه خلك دي دوى د خدمت، امنيت او د قومونو د جوړښت په اړه يې ډير ډاډ راكړى دى. كه چيرې دوى په دې وپوهيږي چې زه په رښتيا ددوى خدمت كوم او ددوى له حقوقوڅخه دفاع كوم نو زه باور لرم چې دوى به زما خبره ومني او زما ملاتړ به وكړي.پوښتنه: د خلكو ترمنځ د غرونو، ځنګلونو، ځمكو پر سر ډير جنجالونه دي چې د اساسي قانو له مخې د دولت ملكيت بلل كيږي، نو ستاسو لپاره به دا يو پيچلي مسئله نه وي، چې هم خلك قانع كړى او هم دولت ته خپل ملكيت بيرته وسپارئ؟ځواب: هو، غرونه، ځنګلونه او دښتې د دولت ملكيت دى، خو زموږ اداره اوس كمزوري ده هر ځاى ته خپل قوتونه نه شي رسولى نو ددې لپاره موږ كوښښ كوو، چې د قومونو ترمنځ جوړ جاړى راولو او په اوسني وخت كې يې همدا لار ده خو كه زموږ اداره هر ځاى ته د قوتونو په ليږلو بريالى شي نو بيا دا لانجې په اسانه حل كيداى ش
ي

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل