Nikzad Search

Tuesday, February 10, 2009

Khost bomb blast 8 USA Troops were killed

KHOST NEWS



د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولايت کې ايتلافي ځواکونه وايي چې د خوست ښار په ختيځ کې د سارا باغ (سلارنو) په سيمه کې د

ناټو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی چې له امله يې اته بهرني سرتېري وژل شوي





د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او ادعا يې کړې ده چې په دې بريد کې اته بهرني سرتېري وژل شوي دي
د بريد ځای ته نژدې د خټينو کورونو دېوالونو ته هم زيان اوښتی دی
تېره ورځ په خوست کې افغان امنيتي ځواکونو ويلي وو چې وړمه شپه يې له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې يو وسله وال وژلی او څلور نور يې ژوندي نيولي دي
دغه نښته د خوست په شاولي کوټ ولسوالۍ کې شوې ده
څو ورځې وړاندې د ايتلافي ځواکونو اډې ته نژدې يوه ځانمرګی بريد شوی و
شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د ناټو ځواکونو پر همدې اډې د ځانمرګو بريد کوونکو يوې ډلې بريدونه وکړل، چې داوړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته
خوست د افغانستان په جنوب ختيځ کې يو له هغو نارامه ولايتونو څخه دی، چې هروخت ترېنه د تاوتريخولي خبرونه ورکول کېږي

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل