Nikzad Search

Tuesday, February 3, 2009

ايران وايي فضا ته يې د (سفير٢) توغندي په وسيله خپله لومړنۍ سپوږمکۍ توغولې ده


ايران وايي فضا ته يې د (سفير٢) توغندي په وسيله خپله لومړنۍ سپوږمکۍ توغولې ده
د ويلو ده چې پر ايران د ملګرو ملتونو او امريکا له خوا اقتصادي بنديزونه لګول شوي دي
لوېديځ په دې اند دی چې ايران هڅه کوي د اټومي انرژۍ څښتن شي، خو ايران دا ډول تورونه ردوي او وايي چې اټومي انرژي به يې نورې نړۍ ته ګواښ نه وي
په تهران کې د بي بي سي خبريال جان لين وايي چې ټاکل شوې وه چې ايران به خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي
ښاغلی لين زياتوي چې ايران خپله لومړنۍ سپوږمکيزه هڅه د اسلامي انقلاب د دېرشمې کليزې په شپو کې ترسره کړه
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد ويلي چې د سپومکۍ له توغولو يې موخه (په نړۍ کې امن، عدالت خپرول) دي
فضا ته د ايران له خوا د لومړۍ سپوږمکۍ توغولو په لوېديځوالو کې وېره خپره کړې، چې اوس ايران کولای شي چې ليرې واټن ويشتونکي توغندي جوړ کړي

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل