Nikzad Search

Thursday, February 5, 2009

AFGHAN CIRCKET TEAM


د کرکټ بورډ وياند جاويد هميم بي بي سي پښتو ويپاڼې ته وويل دغه بوديجه چې اعلان يې د ماليي د وزير انورالحق احدي له لورې وشو، لس مېليونه افغانۍ ده
دکرېکټ لوبې دغه يوه کلنه بوديجه اوس پارلمان ته ځي او د استازو له لورې تر منل کېدو وروسته به د افغانستان د کرېکټ بورډ په واک کې ورکړل شي
د دغې بوديجې پرمټ به د افغانستان د پلازمېنې په گډون د هېواد په يو شمېر نورو ښارونو کې په نړېواله کچه د کرېکټ مېدانونه جوړ او د کرېکټ لوبې وسايل واخېستل شي
د ښاغلي هميم په وينا راتلونکو لوبو ته د چمتوالي په موخه بهرنيو هېوادونو ته د لوبډلې د سفر لگښت او نورې مالې چارې هم د دغې بوديجې له لارې تنظېمېږي
د دغې بوديجې وړاندېز د وزېرانو په شورا کې وشو، چې وروسته ولسمشر کرزي د دغې بوديجې د بيلولو امر وکړ
افغان حکومت د کرېکټ ملي لوبډلې ته داسې مهال مالي بودېجه اعلانوي چې د يو شمېر رسنيو،کرېکټ لوبې مېنوالو او په خپله د لوبډلې له لورې پر حکومت نېوکه کېده چې د کرېکټ د پرمختگ لپاره څه نه کوي
بل لورې ته د افغانستان د ښاري پراختيا وزارت اعلان کړى چې د کرېکټ لوبغاړو ته د کابل په ده سبز پروژه کې يوه يوه کور ورکوي
د افغانستان د کرېکټ بورډ وياند جاويد هميم وويل دغه ژمنه د افغانستان د ښاري پراختيا د وزير يوسف پښتون له لورې له دوى سره شوې ده ،د ده سبز پروژه د کابل ښار په ختيځ کې يوه حکومتي پروژه ده
په همدې ترڅ کې د افغان لوبغاړو د هڅونې په لړ کې،د يو شمېر واليانو،حکومتي چارواکو،ملي سوداگرو او پانگوالو له لورې له دغو لوبغاړو سره د شاوخوا څلوېښتو زرو ډالرو د مرستې اعلان شوى دى ،چارواکي وايي دغه مرستې به په مخامخ ډول په لوبغاړو وويشل شي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شاوخوا يوه کال په ترڅ کې درې نړېوال کپونه هېواد ته راوړل
افغان لوبډلې وروستى کپ په ارجنټاين کې وگاټه چې په دغې بريا سره يې ځان د کرېکټ نړيوالو لوبو کې د گډون لپاره يو بل گام هم ور لنډ کړ
د کرېکټ نړيوالو لوبو کې د گډون لپاره به افغان کرېکټ ملي لوبډله شاوخوا دوه مېاشتې وروسته سويلي افريقا ته ځې

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل