Nikzad Search

Wednesday, December 24, 2008

ملاعمر: سعودي پاچا ته مو ليک نه دی استولی





د طالبانو مشر ملامحمد عمر هغه اوازې بې بنسټه بللې، چې ګني متحده عربي اماراتو او سعودي ته يې له دولت سره د خبرو ليکونه استولي




له طالبانو سره د خبرو اترو اوازې دغه خبره بي بي سي ته د سه شنبې په ورځ (د مرغومي درېيمه، د دسمبر ٢٣) په يوه رالېږل شوي پيغام کې د دغې ډلې د يوه تن وياند ‌ذبيح الله مجاهد له خوا له يوه ناڅرګند ځايه رالېږل شوې ده
ملا محمد عمر په خپل پيغام کې ويلي چې دا وسله والو طالبانو د مخالفينو له خوا په مستقيم يا پر دوی پورې د تړل شويو رسنيو له خوا
خپرېږي، بې بنسټه دي

ملامحمد عمر زياته کړې :
حقيقت دا دی چې طالبانونه په سعودي عربستان او نه هم په متحده عربي اماراتو او يا کوم بل ځای کې مذاکرات کړي، او نه هم ما د سعودي عربستان مشر او د حرمينو خادم عبدالله بن عبدالعزيز او نه مې هم کوم مخالف لوري ته کوم ليک لېږلی دی


دی وايي چې دا ټول د طالبانو د مخالفينو پروپاګندا ده او هېڅ بنسټ نه لري
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي څو ځله ويلي وه چې که د طالبانو مشر د خبرو اترو لپاره راشي، د امنيت ضمانت به يې وکړم، او تېره ورځ يې هم له يوې امريکايۍ ورځپاڼې شيکاګو تربيون سره په مرکه کې ويلي چې :
غواړم چې له طالبانو سره خبرې اترې وشي، خو نه پوهېږم چې هغوی چېرې پيداکړم
څو مياشتې وړاندې هم له افغان دولت سره د طالبانو د خبرو اترو اوازې خپرې شوې، خو طالبانو دا ډول اوازې بې بنسټه او دروغجنې
وبللې

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل