Nikzad Search

Saturday, December 13, 2008

امريکايانو د ولسي جرګې د يوه غړي کور تلاشي کړی





د افغانستان ولسي جرگه وايي امريکايي پوځيانو په خوست ولايت کې د دغې جرگې د يوه استازي کور په ناقانونه توگه پلټلى او اسناد
لرونکي وسلې يې ترې وړې دي
د وکيلانو د حقوقو د ساتنې کميسيون دغه کړنه په ترخه ژبه غندي او د پېښې د عاملينو د سملاسي محاکمې غوښتنه کوي
د خوست د خلکو د استازي اميرخان صبري کورنۍ وايي بهرنيو ځواکونو د شپې ناوخته کور کلابند کړ او په وينا يې جواز لرونکې وسلې ترېنه وړې دي
امريکايي ځواکونو لا تر دې په دې اړه څه نه دي ويلي
که څه هم لا تر دې دمه بهرنيو ځواکونو د خوست ولايت د خلکو د استازي امير خان صبري د کور د پلټنې په اړه څه نه دي ويلي، خو ولسي جرگه او د ښاغلي صبري کورنۍ ټينگار کوي چې دغه کار امريکايي او افغان سرتېرو کړى دى
د پلټنې پر مهال په خپله امېر خان صبرى په کور کې نه و
پلټونکو له کور نه يوازې هغه وسلې چې د ولسي جرگې او د ښاغلي صبري د کور د غړو په وينا قانوني اسناد يې لرل له ځانه سره وړي دي
په ولسي جرگه د وکيلانو د حقوقو د ساتنې کميسيون وايي امريکايي ځواکونو له جرگې او سيمه ييزو چارواکو سره له سلا مشورې پرته په خپلسري ډول دغه کار کړى
د دغه کميسيون مشر گل پاچا مجيدي بي بي سي ته وويل ولسي جرگه به په دې اړه بهرنيو ځواکونوته رسمي احتجاج کوي او د عاملينو د محاکمې غوښتنه به کوي
ښاغلي مجيدي بهرنيوځواکونو ته د تور دا ګوته ونيوله چې تل د ناسمو معلوماتو له مخې خپلسري عمليات کوي چې د ده په وينا د خلکو قهر او غوصې را پاروي
د ښاغلي صبري د کور غړي وايي يو شمېر بهرنيو او کورنيو ځواکونو د دوى پر کور يرغل يوړ او د کور تر کلابنديدو وروسته يې پلټنه وکړه
د امېر خان صبري زوى کمال خان بي بي سي ته وويل پلټونکو يې له کور نه يوازې هغه سپکې وسلې يوړې چې د ده په وينا قانوني اسناد يې لرول
دا لومړى ځل نه دى چې د پارلمان د يوه وکيل کور د بهرنيو ځواکونو له لورې پلټل کېږي، وړاندې هم د يو شمېر وکيلانو کورونه پلټل شوي چې په وړاندې يې جرگې تند غبرگون ښودلى دى
په افغانستان کې پر مېشتو بهرنيو ځواکونو تر ډېره يوه نيوکه له دې اړخه کېږي چې د ناسمو معلوماتو پربنسټ په خپلسري ډول عمليات کوي او د خلکو کورونه تالاشي کوي
خو ناټو وايي په افغانستان کې د ترهگرو پر وړاندې د روانې جگړې د گټلو سربېره يې د ولسي خلکو د ذهنونو را خپلول يې له ستر لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږي

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل