Nikzad Search

Friday, July 1, 2011

عبدالقدیر فطرت KABUL BANK ABDUL QADIR FITRAT


KHOST NEWS



 

عبدالقدیر فطرت بي بي سي ته وویل: ''زما ژوند کاملاً په خطر کې و او دا خطر وروسته له هغه ډېر شو چې په پارلمان کې د کابل بانک په درغلیو کې ښکېل کسان په ډاګه شول.''او په تېره مۍ کې بیا د افغانستان د فساد پرضد ادارې له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې شاوخوا ۴۶۷ میلیون ډالر په ناقانونه توګه له کابل بانکه ایستل شوي دي .



کابو دوه اوونۍ وړاندې، ښاغلي فطرت د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل بانک په درغلیو کې د ښکېلو کسانو نومونه په ډاګه کړل .



ښاغلي فطرت د کابل بانک په مالي بحران او درغلیو کې د ولسمشر کرزي د ورور او د کابل بانک د ونډه وال محمود کرزي او د ولسمشر د لومړي مرستیال فهیم د ورور نومونه هم ډاګیزه کړل .






په وروستیو کې 'د افغانستان بانک' اعلان وکړ کابل بانک چې په هېواد کې تر ټولو لوی خصوصي بانک دی، داوطلبۍ ته وړاندې کېږي او په دې برخه کې یې له نړیوالو مالي سازمانونو د برخې اخیستو غوښتنه وکړه .



او تېره اوونۍ د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال اعلان وکړ چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغانستان ددولت خبرې ختمې شوې .





No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل