Nikzad Search

Friday, September 5, 2008

په خوست کې د اوو ' اورپکو ' د نيولوادعا شوې


نړيوال ځواکونه وايي دغو کسانو په سيمه کې په ترهگريزو بريدونو کې لاس درلود
په خوست کې دغه کسان له هغه وروسته نيول کېږي چې تېره ورځ د دغه ولايت په گاونډ ولايت پکتيکا کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بمباريو کې درې ماشومان ووژل شول او يوشمېر نور ټپيان شول .
په پکتيکا کې له دغې پېښې وروسته د ناټو ځواکونو عامو وگړو ته دغه مرگ ژوبله د خپلو سرتېرو تېروتنه وگڼله او له دې امله يې خواشيني وښوده
د بگرام له هوايي ډگره د نړيوالو ايتلافي ځواکونو په خپرې شوې خبرپاڼې کې د دغو کسانو هويت نه دى څرگند، خو ويل شوې چې دغه اورپکي يې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي .
په خبرپاڼې کې راغلي درې تنه اورپکي چې د خوست ولايت په مندوزىو کې نيول شوي، د سړک تر غاړې د بمونو په خښولو، د ځانمرگيو بريد کوونکو لپاره د موټرونو په برابرولو او د افغان او نړيوالو ځواکونو پرضد په بريدونو کې يې لاس درلود
خبرپاڼه زياتوي د هغو عملياتو په ترڅ کې چې دخوست ولايت د ټنيو په ولسوالۍ کې دحقاني د ډلې د ځينو پلويانو د نيولو په موخه پيل شوې و د دغې ډلې څلور غړي يې نيول شوي دي
طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د نيولو په اړه څه غبرگونه دى ښوولى
''زموږ په خطايي ډزو درې ماشومان وژل شوي ''
هاخوا نړيوال سوله ساتي ځواکونه ايساف په پکتيکا ولايت کې د درېيو ماشومانو د وژنې په اړه خواشيني ښوولې. آيساف وايي د پکتيکا ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د دوى دځواکونو په خطايي ډزو کې د دريو ماشومانو په گډون لسو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
د آيساف د ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ټپيان د درملنې په موخه د پکتيکا او خوست ولايتونو روغتونو ته لېږدول شوي دي
د افغانستان په سويل ختيځ کې د ايساف يوه قومندان د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې او ويلي دي چې ډېر ژر به په دې اړه له سيمه ييزو شوراو سره خبرې اترې وکړي
نړيوال سوله ساتي ځواکونه په داسې مهال په پکتيکا ولايت کې د عامو وگړو په وژنې خواشيني ښيي چې تېره ورځ د پلازمېنې کابل په گډون د افغانستان په هلمند ولايت کې هم د سيمه ييزو خلکو په وينا د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې عامو وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې
تر اوسه خپلواکو سرچينو د دغو ادعاو پخلى نه دى کړى
په دې وروستيو کې د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې پېښې ډېرې شوې چې د افغان حکومت په گډون يې د ځينو ناحکومتي ادارو سخت غبرگون را پارولى دى
افغان کابينې له هغې وروسته له بهرنيو ځواکونو سره پر شوىو تړونو له سره د بيا کتنې غوښتنه وکړه چې نژدې دوه اوونۍ وړاندې په هرات کې ايتلافي سرتيرو څه باندې ٩٠ تنه عام وگړي د يوه بريد په ترڅ کې ووژل

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل