Nikzad Search

Friday, July 25, 2008

حامد کرزی د مخدره موادو د تجارت 'حمایه کوي'





د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخواني چارواکي تور لگولې چې د

افغانستان یو شمیر جگپوړي چارواکي د مخدره موادو د تجارت حمایه کوي.
توماس شویک لیکنه نن پنج شنبې د نیویارک ټایمزپه ویب پاڼه کې چاپ شوې چې د هغه دا ادعا د جمهور رئیس حامد کرزي لخوا په وار وار رد شوی ده.
شویک لیکلي چې حامد کرزی د مخدره موادو تجارت ځکه کوي چې خپل سیاسي موقف وساتی اود دوه زره نهه کال انتخابات کې بریالې شي.ښاغلي شویک تیره میاشت په افغانستان کې د مخدره موادو پرضد او د عدالت د تامینولو د تنظیموونکي په حیث خپله دنده پریښودله.
دغه امريکايي مامور وويل د افغانستان پخواني لوى څارنوال ورته ويلي چې ولسمشر کرزي د شاوخوا ٢٠ مامورينو د توقيف مخه نيولې وه .
ښاغلي کرزي دغه ادعاوې رد کړې او ويې ويل د دۀ حکومت د مخدره توکو د توليد په کميدا کې بريالى دى .
ولسمشر کرزي خبريالانو ته وويل (( په تيرو اوو کلونو کې د مخدره توکو پر ضد مبارزه کې هيچا هم زموږ هومره ښه کار نه دى کړى ))
ښاغلي کرزي وويل د دۀ حکومت د هيواد تر نيمايي ډيرو ولايتونو کې تر ډيره د کوکنارو کر کيله ختمه کړې يا کمه کړې ده .
خو په افغانستان کې تر دې وروستيو پورې د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت لهع خوا د مخدره توکو پر ضد په مبارزه او په قضايي اصلاحاتو کې همغږي کوونکي تامس شېيرک وويل دغه ډول ادعاوې له حقيقته سترگې پټول دي .
دغه پخواني امريکايي مامور بي بي سي ته وويل :
(( همدا اوس په شاوخوا ٢٠٠ زره هيکتاره مځکه باندې کوکنار کرل شوي دي ، دا په ټول تاريخ کې د مخدره توکو تر ټولو لويه کر کيله ده . دا چې دغه کرکيله يوازې پنځو يا شپږو ولايتونو پورې محدوده شوې ده د دې مانا نه لري چې حقايق بدل شوي دي ))
دۀ زياته کړه :
(( لوى څارنوال چې په دې وروستيو کې له دندې ليرې شو ماته وويل چې دۀ د شلو مفسدو مامورينو ليست درلود خو اجازه ورنه کړاى شوه چې توقيف يې کړي . ))
ښاغلي شېيرک دا هم وويل د ناټو او متحدو ايالاتو پوځي قومندانان هم د مخدره توکو پر ضد مبارزې کې دوه زړي دي .
هغوى ډاريږي چې د کوکنارو د کروندو خرابول به بزگران ورڅخه خوابدي کړي او د مخالفينو ملاتړ به ډير کړي
.

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل