Nikzad Search

Monday, May 12, 2008

په کونړاو نورستان کې وسله وال وژل شوي




د افغانستان په ختيځ کې د تازه تاوتريخوالي له امله يو امريکايى سرتېرى وژل شوى او ترلسو ډېرو وسله والو طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده


دغه نښتې تېره شپه شوې دي
د نړيوالو ځواکونو يو تن وياند جگړن نېک سټرين برگ وايي د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې يې دوه او د کونړ په ماڼوگي او څوکۍ ولسواليو کې يې تر لسو ډېر وسله وال پر دوى له بريده وروسته وژلي او ټپيان کړي دي
د ايتلاف ځواکونو پر وينا، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې يې دوه وسله وال وژلي او تر اتو ډېر نور ډېر يې بيا د څوکۍ او ماڼوگي په ولسواليو کې وژلي او ټپيان کړي دي
خو وسله والو طالبانو بيا په دغو درې سرو ولسواليو کې د خپلو درې کاسنو د ټپي کېدو خبره مني، خو د ماڼوگي ولسوالۍ په کنډه گل او د څوکۍ په ديوه گل کې بهرنيو ځواکونو ته د مرگ ژوبلې اوښتو خبره کوي
د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوال شاه محمود شهيد وايي په دغو نښتو کې يوه ښځه او يو کوچنى ماشوم هم وژل شوي دي
دا څوومه ورځ ده چې په کونړ کې نړيوال ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د سر د زيان د اوښتو ادعاوې کوي
کونړ او نورستان د افغانستان په ختيځ کې له هغو نارامو ولايتونو څخه دي چې هر وخت ترېنه د جنگ جگړې خبرونه راځي


By: Feroz Nikzad

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل