Nikzad Search

Monday, March 24, 2008

الظواهري: امريکا او اسرائيل په نښه کړئ


الظواهري وايي د غزې په تراډه د اسرائيلي بريدونو پر وړاندې دې د نړۍ مسلمانان د امريکا، اسرائيل او ددوى د پلويانو گټې په نښه کړي او پر دوى دې بريدونه وکړي .

الظواهري د يوې انټرنيټې وېبپاڼې له لارې په يوه خپاره شوي غږيز پيغام کې ويلي چې مسلمانان بايد د فلسطين غزې له اوسېدونکو سره لانوره مرسته وکړي .

دى پرته له دې چې خپل مشخص اهداف په گوته کړي، زياتوي چې نه ښايي چې بريدونه يوازې د اسرائيل د ننه وشي، بلکې ددوى پر پلويانو دې هم بريدونه وشي .

الظواهري د خپل پيغام په وروستۍ برخه کې پر مسلمانانو غږ کړى چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاده دې مالي لگښت نه سپموي .

څو ورځې وړاندې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم په يوه خپاره شوي غږيز پيغام کې د عراق پر مسلمانانو غږ کړى وو چې د فلسطين د ازادۍ لپاره دې جهاد وکړي .

اسامه دا هم ويلي چې پر غزه د بنديز غزول د انابوليس د کانفراس له پايلو څخه دى .

اسامه په خپل خپاره شوي پيغام کې پر فلسطيني چارواکو نيوکه کړې چې له اسرائيلو سره دې خبرې اترې نه کوي، بلکې د فلسطين د ازادۍ لپاره دې جهاد وکړي .

د القاعده مشر له مسلمانانو په ټينگه غوښتي ول چې په عراق کې دې د امريکايي يرغلگرو پروړاندې خپل جهاد ته دوام وکړي، ځکه چې دا د ''فلسطين د ازادۍ'' يوازېنۍ لاره ده .


By:Feroz Nikzad

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل