Nikzad Search

Saturday, March 1, 2008

خوست کې چاودنې پنځه پوليس ووژل

په خوست کې چارواکي وايي دغه چاودنه په صبريو (يعقوبي) ولسوالۍ کې نن سې شنبې (د فبروري ٢٦) سهار شاوخوا نهه بجې وشوه .
د صبريو ولسوال لطف الله بابکرخېل بي بي سي ته وويل د چاودنې موخه د دې ولسوالۍ د پوليسو پر ټولى مشر قومندان رازق نور وه .
نوموړى وايي د پوليسو ټولى مشر سهار له خپل کوره ددندې پر لور روان و چې سراچه ډوله موټر يې د سړک پرغاړه خښ شوي ماين وخوت .
ښاغلى بابکرخېل زياتوي په دې چاودنه کې د رازق نور په گډون دده څلور نور ساتونکي پوليس، چې دوه يې زامن او دوه نور يې خوريونه ول، وژل شوي دي .
خو د کورنيو چارو وزارت په يوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کي ويلي چې د ريموټ کنټرول په وسيله د سړک د غاړې ماين چاودنې په دې پېښه کې څلور ملي پوليس او يو بې گناه ماشوم وژل شوي دي .
د صبرو ولسوال ددغې پېښې پړه پر د هېواد او سولې پر دوښمنانو اچوي .
بل پلو له يو ناڅرگند ځاى څخه د وسله والو طالبانو يو تن وياند ويلي چې ماين ددوى لخوا خښ کړاى شوى و او د پوليسو نوموړى افسر ددوى تر څارنې لاندې و.
د سويل ختيځ خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ يو له هغو سيمو څخه ده چې گڼ شمېر بهرني او افغان پوځيان پکې مېشت دي او دغه ولسوالي هر وخت د تاوتريخوالي شاهده ده .
دوه اوونۍ وړاندې هم په خوست کې د يوې چاودنې په پايله کې د کمپاين (پوځيانو) ځلور تنه سرتېري وژل شوي ول .

By : Farhan Nikzad

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل