Nikzad Search

Friday, December 28, 2007

Khost News

پکتيا
په تيرا کنډاو کې درې تنه ووژل شول

د دريم په ورځ ( ١٩ - ليندۍ ) يوه نيمه بجه دپکتيا ولايت اړوند دتېرې کنډاو څخه د يوه سر ف موټر دښو ييدو له امله درې تنه وژل شويدي.دپکتيا ولايت دوالي وياند دين محمد درويش وويل چې دغه پيښه هغه مها ل مينځ ته راغله کوم وخت چې دپکتيا ولايت د P.R.T داړوندې ډلې موټر چې له کابل څخه دګرديز په لور روان وو، پکې يوتن امريکا يې انجنير اودوه تنه ددوی افغان ستونکي سپاره وو او دتېرې کنډاو په سرکې ورپسې موټر ديخ له امله وښوييدو چې تقريبا په ٣٠٠مترۍ کې ګړنګ ته ولويده او په بشپړه توګه ويجاړ شو اوياد شوي درې تنه هم پکې ووژل شول.دين محمد زياته کړه چې دژمې په موسم کې داډول پېښې دلارې خرابوالي له وجې دتيرې په کنډو کې کله نا کله رامنځ ته کيږي
خوست
د کميوټر زده کړو کورس دنهمې دورې کسان فارغ شول

د دريم په ورځ ( ١٩- ليندۍ ) دخوست ولا يت دمخابراتو اومالوماتي تکنالوژۍ په رياست کې ديو لړمراسمو پرمهال پر٧٨ اتو اوياوو
زده کوونکو دکمپيوټر زده کړې دفراغت سندونه وويشل شول دغه کورس چې دخوست ولايت دبيلابيلو ادارو کارکوونکو اويو شمېر خوست مېشتې ځوانانو پکې ترشپږومياشتو پورې په زده کړه بو خت ؤ نن ورځ ديوې غونډې په ترڅ کې يې فراغت سندونه ترلاسه کړل دخوست ولايت دمخابراتو يامعلوماتي تنکنا لوژۍ رياست دا نهمه دوره ده چې د کمپوټر دزده کړي په برخه کې ټولنې ته فارغين وړاندې کوي
خوست
نامالومووسلوالو دښوونځي سرمعلم وژلی
د خوست ولايت اړوند د دومنده په ولسوالۍ کې نامالومو وسله والو کسانو د يو ښوونځي سر ښوونکی د کلاشنکوف په ډزو وژلی دی .د خوست ولايت امنيي قوماندانۍ وياند ډګروال وزيربادشاه وايي چې سرښوونکی فضل مير نن سهار نهه بجې د دولت ضد وسله والو کسانو وژلی دی ، ځکه چې نوموړي کومه شخصي دښمني نه لرله .ده زياته کړه چې دپيښې په تور يې تراوسه څوک ندي نيولي خو په سيمه کې يې په نيولو پسي پراخ عمليات روان دي .د يوبل خبر له مخې د پکتيا ولايت په وزې خوا ولسوالۍ کې نامالومو کسانو يو هينو موټر چې په خوست کې يې ميشت ايساف ځواکونو ته خوراکي توکي ليږدول د راکټ په مرميو ويشتلی دي ، چې له امله يو تن مړ او بل ژوبل شويدی .
Farhan.

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل