Nikzad Search

Friday, December 17, 2010

د خوست ولايت ووژل شوى ولسي کسان


KHOST NEWS
د خوست ولايت په چاودونوکې څلور تنه پوليس وژل شوي دي
پدي چاودنو کې د اسماعيل خيلو اومندوزيود ولسوالي د امنېت د چارو قومندان هم ټپي شوي دى.

17/12/2004په خوست کې يو ښوونځى سوځول شوى دى
د افغانستان په خوست ولايت کې يو نوى ښوونځى په بمونو الوزول شوى او ودانۍ ته يې د چارواکو په وينا ډېر زيان اوښتى دى .

29/03/2008پوليس: دباښو ښکاريان طالبانو نيولي
دافغانستان د فراه ولايت پوليس وايي چې د قيمتي باښو د ښکار يانو يوه ډله چې بهرنيان هم پکې وو طالبانو پرغمل کړې وه

12/02/2008په خوست کې پر ښونځي بريد شوى
دافغانستان په سوېل ختيځ کې دخوست د پوهنې چارواکي وايي چې تيره شپه دغلته پر يو ښونځي بريد شوى او ودانۍ ته يې زيان اړولى دى

04/01/2008درې يرغمل شوي ماينپاکان خوشې شول
د پکتيا پوليس وايي د ماين پاکۍ د١٣تنوکارونکو وروستۍ يرغمل شوې ډله هم خوشې شوې ده .١٠تنه مخکې خوشې شوي و

14/09/2007په خوست کې دوو چاودنو لوىه مرگ ژوبله اړولې
د افغانستان په سويل ختيځ ښار خوست کې دوو چاودنو شپږ کسان وژلي او د ٥٠ شاوخوا يې ټپيان کړي، چې ډېرى يې ولسي کسان دي.

22/04/2007په خوست کې د زرگونو کسانو مظاهره
د افغانستان د خوست په ولايت کې په زرگونو کسانودهغه حکومت پلوه ديني عالم دوژنې پرخلاف مظاهره وکړه ،چې د جمعې په ورځ په يو جومات کې د بم له امله وژل شوى وو.

16/10/2005د خوست په چاودنه کې مرگ ژوبله شوې
د افغانستان د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په يوۀ جومات کې د چاودنې له کبله ملا ووژل شو ا و ١٦ کسه نور ټپيان شول .

14/10/2005په خوست کې ٢٠ تنه اورپکي ووژل شول
د افغانستان، پاکستان پولې دواړو غاړو ته مشکوک اورپکي ووژل شوى چى په کې بهرني وگړي هم شامل دي.

په خوست کې دعملياتو په ترڅ کې تر ٢٠ ډير کسان نيول شوې
ايتلافي ځواکونو دا عمليات وروسته له هغه وکړه چې وايي په سيمه کې ترهگرو پناه اخيتې وه.

18/04/2005په خوست د ټاکنو د پايلو پر ضد لاريون وشو
په خوست کې لسګونه نوماندانو او د هغوی پلويانو د ولسي جرګې د ټاکنو د پايلو پر ضد لاريون وکړ او د ټاکنو د بيا کېدو غوښتنه يې کوله. په تېرو دوو پرله پسې ورځو کې په پلازمېنه کابل کې هم ورته لاريونونه شوي او وړاندې په پکتيا کې هم شوی و.








04/11/2010سي ای اې د خوست په ځانمرګي برید کې خپله نیمګړتیا ومنله
د امریکا څارګرې ادارې 'سي ای اې' منلې چې تېر ۲۰۰۹ کال د القاعدې لخوا د دوه ګوني جاسوس لخوا د افغانستان په جنوب ختيځ کې د امریکا پر استخباراتي غړو د برید پر مهال سي ای اې ناغيړي کړې ده. په دغه برید کې د سي ای اې اته کارکوونکي وژل شوي ول.

20/10/2010په خوست کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو
د افغانستان په جنوب ختيځ کې د خوست – ګردېز پر لویه لاره پر امريکايي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی. ناټو ځواکونه وايي پر کاروان يې د سړک غاړې ماین چاودلی، چا ته يې زیان نه دی اړولی، خو طالبان وايي په برید کې ‍۱۰ بهرني پوځيان وژل شوي

10/07/2010خوست: د توغندي بريد ۵ ولسي وګړي ووژل
د افغانستان په جنوب ختیځ خوست ولايت کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نښته پيل شوې چې په تېروتنه پر یوه کور توغندي پنځه ولسي وګړي وژلي دي.

19/06/2010په خوست کې چاودنې ۱۲ ولسي وګړي ووژل
د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سوارلۍ په موټر پسې چاودنه شوې او ۱۶کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده . بل خوا د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د افغان پوليسو او طالبانو تر منځ په نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

28/04/2010د خوست نوي والي په كار پيل وكړ
د خوست ولايتي ادارې، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو ته د خوست نوى والي عبدالجبار نعيمي د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مرستيال عبدالمالك صديقي لخوا وروپېژندل شو او په كار يې پيل وكړ.

04/04/2010په خوست کې درنه چاودنه وشوه
د افغانستان جنوب ختيځ خوست ولايت د مرکز په اړونده کوکرک بابا سيمه کې د نوي لمريز کال د لمانځلو پرمهال د زرګونه خلکو د ګڼې ګوڼې ځای ته نژدې چاودنه شوې، چې لږ ترلږه دوه تنه پکې وژل شوي .

21/03/2010خوست کې چاودنو١٠ ولسي وګړي وژلي
د افغانستان په سوېل ختيځ خوست ولايت کې د ماين دوو جلا چاودنو شاوخوا ١٠ ملکي وگړي وژلي، چې شپږ کسه يې د يوې کورنۍ غړي دي .

24/11/2009د خوست د شخړې حل لپاره پلاوی واستول شو
افغان حکومت په خوست کې ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر د روانې شخړې د حل لپاره يو پلاوى دغه ولايت ته استولى دى .

No comments:

Post a Comment

فیروز نیکزاد منکل